په بدخشان کښې د جمعیت اسلامی قومندان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84366-په_بدخشان_کښې_د_جمعیت_اسلامی_قومندان_وژل_شوی
زمونږ خبریال وایی په بدخشان ولایت کښې د افغانستان د حزب جمعیت اسلامی یو (۱) نامتو قومندان« نذیر محمد نیازی »بیګا له څو نورو ملګرو سره یوځاې په ماین چاودنې کښې ووژل شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 02, 2019 13:49 Asia/Kabul
  • وسله والو کسانو نن سهار وختي د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کښې د ملي امنیت د ادارې یو(۱) کارکونکی په ډزو وواژه .
    وسله والو کسانو نن سهار وختي د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کښې د ملي امنیت د ادارې یو(۱) کارکونکی په ډزو وواژه .

زمونږ خبریال وایی په بدخشان ولایت کښې د افغانستان د حزب جمعیت اسلامی یو (۱) نامتو قومندان« نذیر محمد نیازی »بیګا له څو نورو ملګرو سره یوځاې په ماین چاودنې کښې ووژل شو .

دغه ماین چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د جنرال نذیر محمد نیازی په شمول ګڼ شمیر خلک د فوټبال د لوبې د لیدو لپاره راغونډ شوی وو .

تراوسه کومې ډلې ددغه ماین چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .

جمعیت اسلامی د افغانستان یو (۱) قدرتمن سیاسی تاجیک ګوند دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په شلمه (۲۰) نیټه د ارواښاد ولسمشر برهان الدین ربانی له  ټرور وروسته یې مشرۍ دهغه زوی صلاح الدین ربانی پرغاړه اخیستی ده .

بل خبر دا چې طالبانو نن سهار د هلمند ولایت په «نادعلی »ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندان غلام سخی ډزې وکړې اوهغه یې وواژه .

غلام سخی له تیر کال راهسې تراوسه د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کښې د پولیسو قومندان وو .

طالبانو د نادعلی ولسوالۍ دپولیسو دقومندان غلام سخی د وژلو مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

وسله والو کسانو نن سهار وختی د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کښې د ملی امنیت د ادارې یو(۱) کارکونکی په ډزو وواژه .

په فراه ښار کښې په تیر میاشت کښې پینځویشت (۲۵)حکومتی  کارکونکی او پوځیان په بریدونو او بم چاودنو کښې  وژل شوی دی .