زلمی خلیل زاد دافغانستان له ولسمشرسره کتلی
-
خلیل زاد تل ټینګار کړی دی چې طالبان او امریکا موافقې ته نږدې شوي دي .
زمونږخبریال وایی دافغانستان په چارو کښې د امریکا استازی زلمی خلیل زاد په کابل کښې له ولسمشر اشرف غنی سره خبرې وکړې .
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل دغه خبرې بیګا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې وشوې او د امریکا استازی خلیل زاد دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ته په قطر کښې له طالبانو سره دخپلو خبرو اترو دنهم (۹) پړاو په هکله راپور وړاندې کړ.
صدیق صدیقی وویل ددغه کتنې نور تفصیل د ډله ایزو رسنیو له لارې اعلانیږی .
د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد په قطر کښې دطالبانو د سیاسی دفتر له استازیو سره د خپلو خبرو اترو د نهم(۹) پړاو له ختمیدا وروسته پرون کابل ته تللی دی .
دامریکاځانګړي استازي زلمي خلیل زاد نن دغه راز په کابل کښې د افغانستان دملي وحدت دحکومت له اجرايي مشر عبدالله عبدالله سره د طالبانو او دواشنګټن دخبرو اترو په هکله بحث او د نظرتبادله وکړه .
کابل ته د خلیل زاد له سفر سره په یووخت د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال سرور دانش وویل د سولې بهیر ډیر پیچلی او وخت اخیستونکی دی اودغه بهیر تراوسه هیڅ نتیجې ته نه دی رسیدلی .
په قطر کښې له طالبانو سره د امریکا د خبرواترو د نهو() پړاونو په تیریدا سره تراوسه د دواړو لورو ترمینځ هیڅ موافقه نه ده لاسلیک شوی خو خلیل زاد تل ټینګار کړی دی چې طالبان او امریکا موافقې ته نږدې شوی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې ځینو سرچینو ویلی دی له افغانستان څخه دامریکا د عسکرو وتل او د طالبانو د اماراتو موضوع هغه داختلاف وړ مسائیل دی چې د طالبانو او دواشنګټن ترمینځ پرځاې پاتې دی .