افغان حکومت له طالبانوسره دامریکادموافقې په پایلواندېښمن دی
دافغانستان ډیری سیاستوالان، چارواکی او ولس په افغانستان کې دناکراریو تر ټولو مهم عامل همدغه بهرنی ترهه ګر پوځیان ګڼی چې باید زر ترزره له دغه هیواده ووځی .
زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ دافغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی پرون پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی، لکه څنګه چې پخوانی امریکایی چارواکی او سناتوران له طالبانو سره د سولې په موافقې اندیښةن دی ، ، افغان حکومت هم په دې اړه ځینی اندیښنې لری .
ښاغلی صدیقی ټینګار کړی، افغان حکومت د دغې احتمالی موافقې په اړه د زیاتو توضېحاتو غوښتونکی دی ،څو د ناوړه پایلو مخه ونیول شی.
صدیقی وایی، افغان حکومت د سولې په برخه کې د هر ډول پرمختګ چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شی، ملاتړ کوی.
وئیل کیږی ،له دې مخکې ، نهو پخوانیو امریکایی سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له یو داسې "حقیقی" جوړجاړی مخکې چې افغان حکومت هم پهکې دخیل وی، خپل عسکر له دې هېواده وباسی ، نوافغانستان به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شی.
داپه د اسې حال کې دی چې امریکا کابو اتلس کاله مخکې په افغانستان کې دسولې او امنیت د ټینګولو او له ترهه ګرۍ او نشه ایزو توکو سره دمبارزې په پلمه پر دغه هیواد یرغل وکړ او ددغه جنګ ځپلی هیوادبیخ بینائی تاسیسات ئې په کنډوالو بدل کړی او له هماغه وخت راهسې تر دې دمه په دغه هیواد کې نه یوازې ترهه ګری ختمه شوې نه ده بلکې ورځ تربلې د بې ګناه خلکو وینه لاپسې بهیږی او ترهه ګری هم په زیاتیدا ده . دافغانستان ډیری سیاستوالان، چارواکی او ولس په افغانستان کې دناکراریو تر ټولو مهم عامل همدغه بهرنی ترهه ګر پوځیان ګڼی چې باید زر ترزره له دغه هیواده ووځی .