دافغانستان خلک په انتخاباتو سولې ته ترجیح ورکوی
-
دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان میلادي کال د سپتمبر دمیاشتې په ۲۸ نیټه ترسره کیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې دیوې (۱) نظر پوښتنې پایلې ددې ښودنه کوی چې د هیواد نهه شپیته (۶۹) فیصده خلک د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کیدا د سولې ټینګیدا ته ترجیح ورکوی .
دغه نظرپوښتنه چې دافغانستان « خامه پریس »خبری اژانس ترسره کړی او پینځه زره(۵۰۰۰) کسانو پکښې برخه اخیستی ده ددې ښودنه کوی چې د افغانستان یودیرش (۳۱) فیصده خلک په ټاکلی وخت د ولسمشرۍ دټاکنو د ترسره کیدا غوښتونکی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په خپلې ټاکلی نیټې د ولسمشرۍ دانتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار لری .
دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په ۲۸ نیټه ترسره کیږی چې پکښې د اوسنی ولسمشر اشرف غنی او د اجرایی مشر عبدالله عبدالله په شمول اتلس (۱۸) کاندیدان ګډون کوی .