دامریکا له وتلو وروسته بین الافغانی خبرې پیلیږی
-
ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې دافغانستان سیاسي نظام د هیواد داساسي قانون پراساس جمهوري اسلامي ټاکل شوی دی .
تسنیم خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو د مرکچی ډلې غړی مولوی عبدالطیف منصور وویل له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته بین الافغانی خبرې اترې پیلیږی او داوربند په موضوع غور کیږی .
هغه وویل په قطر کښې د امریکا او دطالبانو د خبرواترو دنهم (۹) پړاو په پاې کښې له افغانستان څخه د امریکا دپوځیانو دوتلو دموضوع په هکله یوشمیر پرمختګونه شوی دی .
د افغانستان د طالبانو دمرکچی ټیم غړی مولوی عبدالطیف منصور وویل تر هغه وخته چې نیواکګر عسکر له افغانستانه ونه وځی دنیواک دختمیدا او په هیواد کښې د اسلامی نظام د پلی کولو لپاره مبارزه دوام لری .
د طالبانو ددغه نامتو غړی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ټینګار کړی وو له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو اترو کښې د افغانستان سیاسی نظام د معاملې او دسازباز کولو وړ نه دی .
ولسمشر اشرف غنی ویلی دی چې دافغانستان سیاسی نظام د هیواد داساسی قانون پراساس جمهوری اسلامی ټاکل شوی دی .