ټرمپ له طالب مشرانو سره پټې کیدونکی خبرې لغوه کړې
له دې مخکې دقطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دروغې جوړې نهه پړاؤنه ترسره شوی چې نتیجې ئې د شکونو په شپول کې دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ، دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ بیګا ناڅاپی هغه پټه ناسته چې ټاکل شوې وه په کیمپ ډیویډ کې ئې د طالبانو ډلې له ځینو مشرانو سره ولری ،لغوه کړې او وئیلی ئې دی ، دغه پټه غونډه او همداراز دافغانستان د سولې خبرې اترې ، دطالبانو ډلې له خوا د دکابل د تیرې پنجشنبې ورځې د چاودنې پړه په غاړه اخستو ورسوته چې یو امریکائیی عسکر پکې وژل شوی ؤ ، لغوه کړې ده .
ډونالد ټرمپ دغهراز پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ،غوښتل ئې چې د طالبانو له مشرانو وروسته دافغانستان له ولسمشر غنی سره هم وګوری .
له دې مخکې دقطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دروغې جوړې نهه پړاؤنه ترسره شوی چې نتیجې ئې د شکونو په شپول کې دی .
داپه داسې حال کې دی چې په افغانستان کې پر سیاسی، حکومتی او ولسی ټولنو سربیره په دغه هیواد کې د سرۀصلیب دنړیوالې کمیټې دفتر هم په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ دسولې د خبرواترو بهیر په دغه هیواد کې د جنګ د پراختیا دعامل بللی دی .دغو خبرواترو د کابل دحکومت سخته غوسه هم راپارولې ده .
طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پرحملې سربېره، د اوونۍ په اوږدو کې د کندوز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.