سوله باید دکابل دحکومت اوولس په چورلیزتوب اومالکیّت کې وی
ټاکل شوې وه د افغانستان دطالبانو ډلې ځینی مشران په پټه په کیمپ ډیویډ کې له امریکائی ولسمشر ټرمپ سره پټه لیدنه وکړی خو دغه پلانونه ئې له وخته مخکې ایشوا شوه او له ټرمپ سره ئې دلیدو خوب پوره نه شو .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر مطبوعاتی برخې نن دیوې اعلامې په خپرولو سره له طالبانو سره د امریکا د سولې دخبرواترو ددریدا په غبرګون کې یو ځل بیا وئیلی دی دسولې بهیر باید د افغانستان د حکومت او ولس په مالکیّت او چورلیز سره وی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، حکومت او ولس په عزت سره او د تل پآتې سولې غوښتونکی دی او سولې ته درسیدو لپاره هلو ځلو ته ژمن دی ، خو دسولې په بهیر کې اصلی خنډ د طالبانو روان جنګونه او دتاؤتریخوالو دوام دی .
همداراز د افغانستان د ولسمشرۍ ددفتر په اعلامیې کې راغلی دی ، حکومت تل ټینګار کړی،چې واقعی سوله هاله ټینګیږی ، چې طالبان د افغانانو وژله ودروی،اووربند ومنی او د افغانستان له حکومت سره د مستقیمو خبرواترو لپاره حاضر شیۍ .
په دغې اعلامیې کې همداراز یو ځل بیا د ستمبر په اته ویشتمه نیټه په ټاکل شوی وخت دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار شوی دی .
ټاکل شوې وه د افغانستان دطالبانو ډلې ځینی مشران په پټه په کیمپ ډیویډ کې له امریکائی ولسمشر ټرمپ سره پټه لیدنه وکړی خو دغه پلانونه ئې له وخته مخکې ایشوا شوه او له ټرمپ سره ئې دلیدو خوب پوره نه شو .