د خبرو له لغوه کیدابه ترټولو زیات تاوان امریکایان ومومی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84512-د_خبرو_له_لغوه_کیدابه_ترټولو_زیات_تاوان_امریکایان_ومومی
په کیمپ ډیویډ کې د ځینو طالب مشرانو اوډونالډټرمپ ترمینځ دپټې غونډې په لغوه کیدا سره دطالبانو اوامریکاترمینځ یوځل بیا حالات ترینګلی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • د خبرو له لغوه کیدابه ترټولو زیات تاوان امریکایان ومومی

په کیمپ ډیویډ کې د ځینو طالب مشرانو اوډونالډټرمپ ترمینځ دپټې غونډې په لغوه کیدا سره دطالبانو اوامریکاترمینځ یوځل بیا حالات ترینګلی شوی دی .

زمونږخبریا ل راپور راکړ   طالبانو ډلې دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  خبرداری ورکړی ، له واشنګټن سره د قطر دخبرواترو دریدا به د امریکایی عسکرو وژلې نوره هم زیاتې کړی .

دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد له خوا په ټولینزچینل کې په خپرې شوی دغې اعلامیې کې  وئیل شوی دی ،امریکا ولسمشر دخبرواترو په لغوه کولو سره  دسولې په خلاف خپل منطق نندارې ته وړاندې کړ او باید پوهه دې شی چې   دخبرواترو دلغوه کولو له امله به پخپله امریکایان ډ یر تاوان ومومی . له اتلس کلنو فعالیتونو روسته  مو پر امریکا واضحه کړې ده چې مونږ هیڅکله هم  خپل وطن هیچا ته نه سپارو .  هغه روښانه کړې  د  جنګ په ځای  بیا هم  د روغې جوړې خبرو ته تیار یوو ،هیله ده چې  امریکا هم   د خبرواترو لاره غوره کړی . ذبیح ا.. مجاهد په عین حال کې  په ډاګه کړې   دقطر  دخبرواترو په اوج کې د بین الافغانی خبرواترو لاره هم هواریدونکی وه چې  ممکنه ده  امریکایان دغه لاره یو ځل بیا بنده کړی .

داپه داسې حال کې دی ، چې  په کیمپ ډیویډ کې د ځینو طالب مشرانو اوډونالډټرمپ  ترمینځ  دپټې غونډې  په لغوه کیدا سره  دطالبانو اوامریکاترمینځ یوځل بیا حالات ترینګلی شوی دی .