نیواکګر دې ماته ومنی اوله افغانستانه دې ووځی
جواد ظریف روښانه کړې ،اسلامی ایران دافغانستان حاکمیّت ته په احترام او دافغانستان د ولس په وسیله د سولې د هریوه بهیر دمالکیّت او لارښونې په ضرورت په ټینګار سره تیار دی ، د ګاونډیانو ترڅنګ په یوه سیمه ایز نوښت کې ، په افغانستان کې له درستو ښکیلو لورو سره یوې تل پاتې موافقې ته په رسیدو کې د آسانتیاؤ لپاره به هیڅ ډول صادقانه او بې پلوه هڅه ونه سپموی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په یولړ څرګندونو کې دافغانستان له اوسنیو حالاتو د بهرنیو دناوړه استفادې په باب په خبرداری ورکولو سره ددغه هیواد له خاورې د ماته خوړلو نیواکګرو د زرترزره وتلو غوښتنه وکړه .نظامیان
جواد ظریف په افغانستان کې په روانو حالاتو اندیښنه ښودلې او وئیلی ئې دی ، دایران له نظره ، تیریګر او نیواکګر باید ماته ومنی او زرتر زره دې له افغانستانه پښې سپکې کړی .
داسلامی ایران خارجه وزیر همداراز په افغانستان کې له ښکیلو درستو لورو وغوښتل زغم ته دې مخه کړی او له وروروژنو دې لاس واخلی او دملی پخلاینې تر رسیدو اود غه راز تر دایمی اووربند دموافقې ترلاسه کولو پورې دې د بې ګناه اوعامو خلکو د وینو له بهولو دې په جدی توګه ډډه وکړی .
جواد ظریف روښانه کړې ،اسلامی ایران دافغانستان حاکمیّت ته په احترام او دافغانستان د ولس په وسیله د سولې د هریوه بهیر دمالکیّت او لارښونې په ضرورت په ټینګار سره تیار دی ، د ګاونډیانو ترڅنګ په یوه سیمه ایز نوښت کې ، په افغانستان کې له درستو ښکیلو لورو سره یوې تل پاتې موافقې ته په رسیدو کې د آسانتیاؤ لپاره او دغه راز د بې ګناه او عامو خلکو د وینې د بهیدا د مخنیوی لپاره له افغان حکومت او درستو ډلو ټپلو سره مشوره او خبرې اترې وکړی او په دې زمینې کې به هیڅ ډول صادقانه اوبې پلوه هڅه ونه سپموی .