د افغانستان د ملي امنیت نوی سرپرست وټاکل شو
Sep 10, 2019 07:46 Asia/Kabul
احمد ضیا سراج د افغانستان د ملي امنیت د لوې ادارې د نوې سرپرسټ په توګه وګمارل شو.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې احمد ضیا سراج د معصوم استانکزي ځاې واخیسته چا چې پنځه ورځې مخکښې د ملي امنیت له ریاسته استعفا ورکړې وه.
د ویلو ده چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د تیرې اونۍ په عملیاتو کښې د څلورو ملکي افغانانو د وژل کیدو په وجه افغان ولسمشر محمد اشرف غني له محمد معصوم ستانکزي د استعفا غوښتنه کړې وه.