د سولې له موافقې وروسته به په امریکایانو برید نه کیږی
Sep 10, 2019 07:53 Asia/Kabul
-
طالبان به د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره په بین الافغاني خبرو اترو کښې ګډون وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو دسیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین وویل دامریکا د پوځیانو پرضد به ددغه ډلې بریدونه یوازې هغه وخت چې د سولې موافقه لاسلیک شی بند شی .
هغه د امریکا د میری لینډ ایالت په کیمپ ډیویډ کښې د شتون لپاره طالبانو ته د ولسمشر ټرمپ د بلنې په هکله وویل طالبانو د ډونالډ ټرمپ بلنه ومنله خو امریکا ته یې دغه ډاډ ورنکړ چې دسولې د موافقې له لاسلیک کیدامخکې په نیواکګرانو برید ونکړی .
په قطر کښې دطالبانو دسیاسی دفتر مشر سهیل شاهین زیاته کړه که چیرې له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک شی طالبان به د ولسمشر اشرف غنی له حکومت سره په بین الافغانی خبرو اترو کښې ګډون وکړی .
ټیګونه