د سولې له موافقې وروسته به په امریکایانو برید نه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84530-د_سولې_له_موافقې_وروسته_به_په_امریکایانو_برید_نه_کیږی
ایرنا خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو دسیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین وویل دامریکا د پوځیانو پرضد به ددغه ډلې بریدونه یوازې هغه وخت چې د سولې موافقه لاسلیک شی بند شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2019 07:53 Asia/Kabul
  • طالبان به د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره په بین الافغاني خبرو اترو کښې ګډون وکړي .
    طالبان به د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره په بین الافغاني خبرو اترو کښې ګډون وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی په قطر کښې د طالبانو دسیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین وویل دامریکا د پوځیانو پرضد به ددغه ډلې بریدونه یوازې هغه وخت چې د سولې موافقه لاسلیک شی بند شی .

هغه د امریکا د میری لینډ ایالت په کیمپ ډیویډ کښې د شتون لپاره طالبانو ته د ولسمشر ټرمپ د بلنې په  هکله وویل طالبانو د ډونالډ ټرمپ بلنه ومنله خو امریکا ته یې دغه ډاډ ورنکړ چې دسولې د موافقې له لاسلیک کیدامخکې په نیواکګرانو برید ونکړی .

په قطر کښې دطالبانو دسیاسی دفتر مشر سهیل شاهین زیاته کړه که چیرې له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک شی طالبان به د ولسمشر اشرف غنی له حکومت سره په بین الافغانی خبرو اترو کښې ګډون وکړی .