افغانستان کښې به له امریکې سره جنګ جاري وساتو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84629-افغانستان_کښې_به_له_امریکې_سره_جنګ_جاري_وساتو
له امریکې سره د طالب ډلې د مرکچي ټیم مشر وویل چې دغه ډله په افغانستان کښې له امریکايي نیواکګرو سره جنګ ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2019 01:28 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې به له امریکې سره جنګ جاري وساتو

له امریکې سره د طالب ډلې د مرکچي ټیم مشر وویل چې دغه ډله په افغانستان کښې له امریکايي نیواکګرو سره جنګ ته دوام ورکوي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې شیر محمد عباس ستانکزي چې ماسکو ته په سفر تلی دی، وویل: په افغانستان باندې جنګ د امریکې له خوا تپل شوی دی او دا ډله خپلې دفاع کولو ته مجبوره ده حتی که دا جنګ سل کاله هم اوږد شي.

د طالب ډلې د مذاکراتي ټیم مشر زیاته کړه چې امریکايي پوځیانو د طالبانو له حملې په امان کښې د پاتې کیدو لپاره، له افغانستانه له وتلو پرته بله لاره نه لري.

عباس ستانکزي وویل چې طالب ډله د خبرواترو له لارې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت غوښتونکې ده خو په خواشینۍ سره هرکله چې فاینل موافقې ته نزدې شوې یو، امریکایانو په چټي پلمو خبرې اترې لغو کړې دي.