د افغانستان ولسی جرګه له طالبانوسره اووربند دسولې دخبرواتروبیرته پیلول غواړی
په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ترهه ګرې حملې اوبمی چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی چې دغه زیاتره چاودنو پړه هم طالبانو ډله په غاړه اخلی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی د افغانستان د ولسی جرګې مشر میر رحمان رحمانی پرون په یولړڅرګندونو کې په درست افغانستان کې د شخړو اوجګړو زیاتیدا ته په اشارې سره پر کابل حکومت او طالبانو ډلې غږ کړی ،څو د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د مخینوی په خاطر دې ، د اوور بند په اعلانولو سره ، دسولې نیغ په نیغه خبرې اترې پیل کړی .
د افغانستان د ولسی جرګې مشر سوله و د افغانستان د ولس یو اساسی غوښتنه وبلله او زیاته ئې کړې ده ، دغې موخې ته درسیدو لپاره باید سملاسی اوور بند اعلان شی .
د افغانستان د ولسی جرګې یوه استازی منورشاه بهادری هم له طالبانو ډلې غوښتی دی ، له کابل حکومت سره دې د نیغ د نیغ په نیغه خبرواترو له پیلولو او اووربند ټینګیدا سره موافقه وکړی .
په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ترهه ګرې حملې اوبمی چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی چې دغه زیاتره چاودنو پړه هم طالبانو ډله په غاړه اخلی .