له ملګرتیا پرته د افغانستان دجنګ ختمول ګران کار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84715-له_ملګرتیا_پرته_د_افغانستان_دجنګ_ختمول_ګران_کار_دی
زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په غونډې کښې په هیواد کښې دسولې او دثبات په ټینګیدا کښې سیمه ییزه اونړیواله اجماع او ملګرتیا مهمه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2019 01:50 Asia/Kabul
  • دسیمې او دنړۍ له ملګرتیا پرته په افغانستان کښې د جنګ او دنښتې ختمول سخت کار دی .
    دسیمې او دنړۍ له ملګرتیا پرته په افغانستان کښې د جنګ او دنښتې ختمول سخت کار دی .

زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په غونډې کښې په هیواد کښې دسولې او دثبات په ټینګیدا کښې سیمه ییزه اونړیواله اجماع او ملګرتیا مهمه وبلله .

هغه وویل دسیمې او دنړۍ له ملګرتیا پرته په افغانستان کښې د جنګ او دنښتې ختمول سخت کار دی .

اشرف غنی وویل د افغانستان خلک او حکومت له عزت څخه د داسې ډکې سولې غوښتونکی دی چې د هیواد دخلکو او د چارواکو انسانی کرامت وساتل شی .

په عین حال کښې د افغانستان د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله هغه پرون په جوزجان ولایت کښې د ولسمشرۍ دانتخاباتو په غونډې کښې وویل په انتخاباتو  کښې دبریالیتوب په بڼه  کښې به ملی وحدت په عمل کښې ثابت کړی .