اشرف غني ځان ته په ۴۱ زره ډالره میاشتنۍ تنخواه جرمن سلاکار نیولی و
(last modified Tue, 24 Sep 2019 03:09:23 GMT )
Sep 24, 2019 07:39 Asia/Kabul
  • اشرف غني ځان ته په ۴۱ زره ډالره میاشتنۍ تنخواه جرمن سلاکار نیولی و

د افغانستان د ولسمشر جرمن سلاکار ته د میاشتې څه باندې د ۴۱ زره ډالرو حقوقو د ورکړې په هکله د یو سند ایشوا کیدو په ټولنیزو رسنیو کښې ډیرې نیوکې راپارولې دي.

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د صنایعو او تجارت د وزارت ویاند سمیر رسا د جرمني د دغه سلاکار له خوا د ۴۱ زره ډالریزې تنخواه د ترلاسه کولو په تایید سره وویل: ولفګانګ پلاسا کابو یو کال په دغو حقوقو د اشرف غني د اقتصادي سلاکار په توګه کار کړی دی.

خبر زیاتوي چې دغه جرمن سلاکار د افغانستان د صنعت د وزارت په وړاندیز استخدام شوی و خو ځینو رسنیو ویلې دي چې ولفګانګ پلاسا خپله د اشرف غني له خوا په کار نیول شوی و.

د افغانستان غوندې بې وزله هیواد کښې د ولسمشر غني له خوا په دې دومره لوړې تنخواه د یو سلاکار استخدامیدو د دغه هیواد د خلکو او کورپوهانو سختې نیوکې په ځان پسې لرلې دي.

 

ټیګونه