د طالب مرکچیانو هرکلی د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف کار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85011-د_طالب_مرکچیانو_هرکلی_د_ډیپلوماتیکو_اصولو_خلاف_کار_دی
زمونږخبریال وایی د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستانی چارواکو له خوا د طالب مرکچیانو هرکلی د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف کار بولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2019 01:57 Asia/Kabul
  • که پاکستان غواړي د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي، نو خپل هېواد کې دې د طالبانو په ګډون د نورو وسله والو مخالفانو پټن ځایونه له منځه یوسي.
    که پاکستان غواړي د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي، نو خپل هېواد کې دې د طالبانو په ګډون د نورو وسله والو مخالفانو پټن ځایونه له منځه یوسي.

زمونږخبریال وایی د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستانی چارواکو له خوا د طالب مرکچیانو هرکلی د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف کار بولی.

 د ارګ ویاند پرون  یوې خبری غونډې ته وویل چې دا ډول تګ راتګ د سولې له بهیر سره هېڅ ډول مرسته نه شی کولای.

د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی په اسلام اباد کې له پاکستانی چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې تراوسه یې د هغه هېواد له لومړی وزیر، بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلی دی.

افغان حکومت په پاکستان کې د طالب مرکچیانو د هرکلی پر څرنګوالی نیوکې کړی دی.

په یوې(۱) ویډیو کې طالب مرکچیان لیدل کېږی چې د یوې ودانۍ مخې ته د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هرکلی ته ولاړ دی او په غېږ ورسره روغبړ کوی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی طالبان یوه(1) ترهګره ډله بولی او وایی چې د هغوی دا ډول هرکلی د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی:

''مونږ پاکستان ته د طالبانو د سفر شاهدان وو، په خواشینۍ  سره چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په پروټوکول د دوی هر کلی وکړ،د داسې یوې ډلې کوربتوب چې لا هم تاوتریخوالی کوی، د هېوادوتو ترمنځ د ټولو اړیکو او اصولو خلاف یو کار دی. ''

ښاغلی صدیقی وایی، تر هغو چې د افغان حکومت په مشرتابه د سولې خبرې پیل نه شی، د طالبانو دا ډول سفرونه بې ګټې دی.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې له پاکستانی چارواکو سره یې په دوه اړخیزو اړیکو، سیاسی مسئلو، سولې او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ یوځل بیا خپل پخوانی دریځ تکراروی او وایی، که پاکستان غواړی د افغانستان له سولې سره مرسته وکړی، نو خپل هېواد کې دې د طالبانو په ګډون د نورو وسله والو مخالفانو پټن ځایونه له منځه یوسی.

پاکستان بیا په خپله خاوره کې د اورپکو د پټن ځایونو خبره نه منی.