د بین الافغانی خبرو دپیلولو لپاره دعبدالله عبدالله هیله مندی
د بین الافغانی خبرواترو بهیر ته واریدیدو ته د طالبانوډلې د هڅولو لپاره پر دغې ډلې له خپله نفوذه داستفادې لپاره له پاکستانه د افغانستان د حکومت دتمې په باب د عبدا... څرګندونې په داسې حال کې دی ، چې اسلام اباد هم دم ګړۍ د افغانستان د سولې په بهیر کې د رول لوبونې له ډ ګره تر یوه حده لیرې پاتې شوی دی .
د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا... عبدا.... په کابل کې دپاکستان له سفیر سره په کتنې کې هیله ښودلې اسلام اباد پر طالبانوډلې له خپل نفوذه په ا ستفادې سره دغه ډله د بین الافغانی خبرواترو د پیلولو او په افغانستان کې د سولې د پوره کیدا لپاره هلوځلو ته وهڅوی.
عبدا ا... عبدا.... په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرا... سره په کتنې کې زیاته کړې ، په افغانستان کې د سولې دخبرواترو بیرته پیلیدا او دهغو تحقق ، د دواړو هیوادونو په ګټه دی .
زاهدنصر ا... هم په دغې کتنې کې وئیلی دی،پاکستانیو چارواکو له طالبانو غوښتی دی ، څو زرترزره دې بین الافغانی خبرې اترې پیل کړی .
په افغانستان کې د سولې د بین الافغانی خبرواترو د پیلیدا لپآره د دغه هیواد داجرائی شورا د مشر هیله مندی ، په اسلام اباد کې د ملاعبدالغنی برادر په مشرۍ دطالبانو د هغه پلاوی له شتون سره په یووخت مطرح شوې ، چې دپاکستان د حکومت په رسمی بلنې سره دغه هیواد ته ئې سفر کړی دی.
د بین الافغانی خبرواترو بهیر ته واریدیدو ته د طالبانوډلې د هڅولو لپاره پر دغې ډلې له خپله نفوذه داستفادې لپاره له پاکستانه د افغانستان د حکومت دتمې په باب د عبدا... څرګندونې په داسې حال کې دی ، چې اسلام اباد هم دم ګړۍ د افغانستان د سولې په بهیر کې د رول لوبونې له ډ ګره تر یوه حده لیرې پاتې شوی دی .
په تیر کابو یوه کال کې د امریکا حکومت له طالبانو ډلې سره د دوو اړخیزو خبرواترو د سیاست په وړاندې کولو کې چې تر دې دمه ئې نهه پړاؤنه ترسره شوی ، دکابل پر حکومت سربیره چې باید ددغو خبرواترو مشری ئې په غاړه درلودلئ ، دسیمې ځینی هیوادونه په تیره بیا دافغانستان ګاونډی هیوادونه ئې هم په دغه هیواد کې دسولې د ټینګیدا په بهیر کې له ګډونه لیرې ساتلی دی .
پاکستان چې له ډیر پخوا راهسې د افغانستان دبدلونونو په بهیر اغیزې شیندونکی دی ، په د غه هیواد کې دسولې له بهیره د لیرې پاتیکیدو له امله اوسنی شرائط، د خپلو ملی ګټو په خلاف ګڼی او په همدې دلیل ئې له طالبانو سره د امریکا د خبرواترو د درولو لپاره د دغه هیواد دولسمشر ډونالډټرمپ له وروستی حکم وروسته ، اسلام اباد ته دسفر لپاره په قطر کې د دغې ډلې سیاسی دفتر ته په رسمی بلنې سره ، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې دخپل رول دپیاوړی کولو سیاست وړاندې کړی دی .
په داسې شرائطو کې چې د پاکستان حکومت په دې باب د سولې دټینګیدا او د خبرواترو په لاره کې درول د لوبولو لپاره د تیر وخت په پرتله کې لازیاته انګیزه لری ، د افغانستان حکومتی چارواکی هم هیله منددی چې اسلام اباد د بین الافغانی خبرواترو له پیلیدا سره مرسته وکړی .
د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دخبرواترو له دریدا وروسته د افغانستان په داخل کې دا لیدتوګه رامینځةشوې ده،چې دم ګړۍ د بین الافغانی خبرواترو پیلیدا ته د طالبانو دهڅولو لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی چې پردغې ډلې دنفوذ په دلیل په دې زمینې کې د پاکستان رول،له نورو هیوادونو سره په پرتله کې فرق لری .
دا کړچار په داسې حال کې مطرح شوی دی ، چې ځینی سیاسی اورسندوئی ټولنې پر طالبانو د پاکستان د نفوذ آئیډیا نه منی او دغه هیواد پر دغې ډ لې اغیز شیندونکی نه ګڼی .
په عین حال کې د افغانستان د سیاسی اوامنیتی چارو یو کارپوه اوتکړه شناندی وحید مژده وائی ، پر طالبانو د پاکستان نفوذ په هغه بڼه چې په تیر وخت کې ئې تصوّر کید، دم ګړۍ بهرنی وجود نه لری او پاکستان په دې زمینې کې خپلې کمزورتیاوې لری .
د پاکستان او افغانستان په اړ یکو کې له ټیټو هسکو سره سره په تیره بیا د دواړو هیوادونو په مناسباتو کې د بې اعتمادۍ فضاته په پام سره ، دعبدا... عبدا... څرګندونې ښئ چې د کابل چارواکی هیله لری ، پاکستان د عمران د صدراعظمۍ په پړاؤ کې ملګرتیا په ډګر کې یو رغنده کړچار ولری او دبین الافغانی خبرواترو له پیلولو سره د مرستې لپاره له خپلو د رستو ظرفیّتونو او وړتیاؤ استفاده وکړی .