طالبان او امریکا دې دسولې خبرې بیرته پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85019-طالبان_او_امریکا_دې_دسولې_خبرې_بیرته_پیل_کړی
تر دې دمه په قطر کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو نهو پړاؤنو د افغانستان د ولس لپاره هیڅ نتیجه نه ده درلودلې او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې جنګ جګړې،د وینو بهیدا،ځان مرګی حملې او بمی چاودنې هماغه راز دوام لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 04, 2019 11:03 Asia/Kabul
  • طالبان او امریکا دې دسولې خبرې بیرته پیل کړی

تر دې دمه په قطر کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو نهو پړاؤنو د افغانستان د ولس لپاره هیڅ نتیجه نه ده درلودلې او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې جنګ جګړې،د وینو بهیدا،ځان مرګی حملې او بمی چاودنې هماغه راز دوام لری .

 ایسنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې  د خارجه  وزیر شاه محمود قریشی  د طالبانو ډلې  د  لوړروتبه پلاوی  له لیدو کاتو وروسته  په یوې اعلامیې کې  وئیلی دی ، هردواړه لوری   له یوه بل سره په  تر ممکن نزدې وخت  کې د افغانستان د سولې  دخبرواترو دبیرته پیلیدو  د ضرورت په باب  سره موافق دی .

Image Caption

 د پاکستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې  راغلی دی ، په افغانستان کې د جنګ او نښتو  او اړۍ ګړۍ دریدا، تل   دموافقې د لارې له هوارولو سره مرسته کوی .

 په عین حال کې   دروئیټرز خبری آژانس  هم دځینو سرچینوله قوله راپورورکړی ، دافغانستان د طالبانو ډلې  پلاوی  پرون   د افغانستان  په چارو کې د  امریکا له  ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره هم لیده کاته کړی دی ..طالبان

Image Caption

 دغه لیده کاته  په داسې حال کې دی  چې  د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ   په قطر کې د نهو پړاؤنو له ترسره کیدا وروسته  له طالبانو ډلې سره د خبرواترو دوام   لغوه  کړې دی  .