د طالب پلاوی کوربتوب د هیوادونوترمینځ د اړیکو د اصولو خلاف دی
صدیقی ټینګار کړی ، دغه ناسته پاسته او خبرې تر هغه وخته پورې چې د سولې بهیر د افغانستان د حکومت په مشرۍ اومالکیّت سره نه وی ، په دغه هیواد کې له سولې سره هیڅ مرسته نه کوی .
تسنیم خبری آ ژانس راپورورکړی ، د افغانستان د ولسمشر ویندوی دپاکستان پر حکومت دطالبانو ډلې دپلاوی دکوربتوب او په اسلام اباد کې له دغه پلاوی سره د دغه هیواد د لوړپوړو چارواکو لیده کاتوباندې سختې نیوکې وکړې .
صدیق صدیقی نن په یولړ څرګندونو کې په اسلام اباد کې د طالبانو ډلې له پلاوی سره دپاکستانیو چارواکو دلیدوکاتو په غبرګون کې وئیلی دی ، د هغې ډلې کوربتوب او ورسره لیده کاته چې تر دې دمه په ا فغانستان کې دجنګ جګړو او د وینې بهولو پسې ده ، د هیوادونو ترمینځ داړیکو د درستو اصولو په خلاف دی .
د افغانستان د ولسمشر ویندوی زیاته کړې ، له طالبانو ډلې پلاوی سره د پآکستانیو چارواکو کتنه په افغانستان کې له سولې سره هیڅ مرسته نه کوی .
صدیقی ټینګار کړی ، دغه ناسته پاسته او خبرې تر هغه وخته پورې چې د سولې بهیر د افغانستان د حکومت په مشرۍ اومالکیّت سره نه وی ، په دغه هیواد کې له سولې سره هیڅ مرسته نه کوی .
هغه همداراز وئیلی دی ، پاکستان باید د ترهه ګرو د امن ځالې اوپټنځایونه له مینځه یوسی او دسیمې په امنیت کې مثبت رول ولرل شی .