د طالبانو خلاف د امریکې بریدونو زور اخیستی دی
د امریکا د دفاع وزیر: د ټرمپ د حکم له مخې لا هم سولې ته د طالبانو د مجبورولو په خاطر په دغه ډله سخت پوځي دباؤنه او بریدونه روان دي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ټرمپ د حکم له مخې لا هم سولې ته د طالبانو مجبورولو په خاطر په دغه ډله سخت نظامي فشارونه او بریدونه روان دي.
نوموړي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې پر طالبانو یې بریدونه زیات کړې دي او دا کار به د ولسمشر د امر له مخې د طالبانو د وروستیو خونړیو بریدونو په ځواب کې روان وي.
دا د پنټاګون لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې تاییدوي، په دې وروستیو اوونیو کې پر طالبانو د امریکا بریدونه زیات شوي دي.
د سولې د مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ څو ځله پر طالبانو د بریدونو د زیاتولو او تشدید خبره کړې وه خو د امریکې دفاع وزارت په دې تړاو څه نه وو ویلې.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالب ډلې پلاوي په دې وروستیو کښې په اسلام آباد کښې یوځل بیا د امریکې له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد او هم د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره جلاجلا ملاقاتونه کړې دي او قریشي له دغې کتنې وروسته ویلي چې طالبان له امریکې سره د صلحې د تړون لاسلیکولو او د خپلو کړو ژمنو پوره کولو ته چمتو دي.