طالبان له حکومت سره د خبرو لپاره یو شرط لری
-
دافغانستان طالبان وايي چې ولسمشر اشرف غني دامریکا لاسپوڅی دی او له هغه سره هیڅ ډول خبرې نه کوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له حکومت سره د سولې هرډول خبرې اترې له هیواد څخه د امریکا د عسکرو له وتلو سره اړونده وبللې .
هغه نن وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د وتلو لپاره دواشنګټن د چمتو کیدا په بڼه کښې دغه ډله د کابل له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو ده .
دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه دغه ډله د سولې د موافقې تر تحقق پورې په هیواد کښې د امریکا د پوځیانو پرضد خپلو حملو ته دوام ورکوی .
طالبانو ټل ټینګار کړی دی تر هغه وخته چې دامریکا د عسکرو د وتلو په هکله موافقه لاس ته نه وی راغلی مونږ چمتو نه یوو چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړو .
دافغانستان طالبان وایی چې ولسمشر اشرف غنی دامریکا لاسپوڅی دی او له هغه سره هیڅ ډول خبرې نه کوی .