طالبان له حکومت سره د خبرو لپاره یو شرط لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85077-طالبان_له_حکومت_سره_د_خبرو_لپاره_یو_شرط_لری
تسنیم خبری اژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له حکومت سره د سولې هرډول خبرې اترې له هیواد څخه د امریکا د عسکرو له وتلو سره اړونده وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2019 11:27 Asia/Kabul
  • دافغانستان طالبان وايي چې ولسمشر اشرف غني دامریکا لاسپوڅی دی او له هغه سره هیڅ ډول خبرې نه کوي .
    دافغانستان طالبان وايي چې ولسمشر اشرف غني دامریکا لاسپوڅی دی او له هغه سره هیڅ ډول خبرې نه کوي .

تسنیم خبری اژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له حکومت سره د سولې هرډول خبرې اترې له هیواد څخه د امریکا د عسکرو له وتلو سره اړونده وبللې .

هغه نن وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د وتلو لپاره دواشنګټن د چمتو کیدا په بڼه کښې دغه ډله  د کابل له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو ده .

دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه دغه ډله د سولې د موافقې تر تحقق پورې په هیواد کښې د امریکا د پوځیانو پرضد خپلو حملو ته دوام ورکوی .

طالبانو ټل ټینګار کړی دی تر هغه وخته چې دامریکا د عسکرو د وتلو په هکله موافقه لاس ته نه وی راغلی مونږ چمتو نه یوو چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړو .

دافغانستان طالبان وایی چې ولسمشر اشرف غنی دامریکا لاسپوڅی دی او له هغه سره هیڅ ډول خبرې نه کوی .