له طالبانو سره د القاعدې ترهه ګرې ډلې د ملګرتيا په اړه د افغان ولسمشر خبردارے
(last modified Thu, 10 Oct 2019 09:58:12 GMT )
Oct 10, 2019 14:28 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د القاعدې ترهه ګرې ډلې د ملګرتيا په اړه د افغان ولسمشر خبردارے

افغان ولسمشر له طالبانو سره د القاعدې ترهه ګرې ډلې د ملګرتيا په اړه خبردارے ورکړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې اشرف غني نن وويل، په هلمند ولايت کښې د طالب ډلې د پټېدو د ځايونو په خلاف د افغان امنيتي ځواکونو  وروستي عمليات چې پکښې د القاعدې ترهه ګرې ډلې يو مشر هم ووژل شو د دې ښودونکي دي چې له دغې ډلې سره د طالبانو تعلقات نه دي ختم شوي.

افغان ولسمشر زياته کړه، حکومت کلکه اراده کړې ده چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په سنبالولواو مضبوطولو او د داسې حملو په ترسره کولو سره په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو ډلو د عملياتو مخنيوے اوشي او دهغوي د پټېدو ځايونه تباه کړې شي.

عاصم عمر نومې يو پاکستاني او د القاعدې ترهه ګرې ډلې يو سرغنه درې ورځې مخکښې د هلمند ولايت په موسی قلا ولسوالۍ کښې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې ووژل شو.

 

ټیګونه