د افغانستان ولسمشر له ترهګرۍ سره د نړیوالې مبارزې په اهمیت ټینګار وکړ
Oct 15, 2019 07:34 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کښې له ترهګرۍ سره له مبارزې د نړیوال ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلې چې محمد اشرف غني په افغانستان کښې د ناټو د پوځي قومندان جنرال سکاټ میلر په کتنه کښې وویل: افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په وړومبي صف کښې دي او په دې لړ کښې د نړیوالې ټولنې ګډه ملګرتیا او ملاتړ ډیر مهم او ضروري دی.
په یاده کتنه کښې جنرال میلر هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جنګي وړتیا او توانمنیو قدرونه وکړه او ویې ویل چې دغو ځواکونو دښمن په کورني جنګ کښې ګیر کړی دی.