د افغانستان د انتخاباتو درست کمیشنونه خپلواکه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85263-د_افغانستان_د_انتخاباتو_درست_کمیشنونه_خپلواکه_دی
اشرف غنی په دغې کتنې کې چې نن ماسپیښن دکابل په ارګ کې شوې ، ټنیګار کړی ، د انتخاباتی کمیشنونو خپلواکۍ ته داحترام په سترګه ګوری او دغه اورګان له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نتیجو له اعلانه مخکې یو کاندید هم باید د بریالیتوب ادعا ونه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2019 13:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان د انتخاباتو درست کمیشنونه خپلواکه دی

اشرف غنی په دغې کتنې کې چې نن ماسپیښن دکابل په ارګ کې شوې ، ټنیګار کړی ، د انتخاباتی کمیشنونو خپلواکۍ ته داحترام په سترګه ګوری او دغه اورګان له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نتیجو له اعلانه مخکې یو کاندید هم باید د بریالیتوب ادعا ونه کړی .

 زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان ولسمشر اشرف غنی نن  د امریکا د خارجه وزیرله مرستیالې  الیس ویلز سره په کتنې کې د  دوواړخیزو اړیکو ،وروستیو  انتخاباتو او د سیمې  دمهمو موضوعګانو په باب  خبرې اترې کړی دی .

 اشرف غنی  په دغې کتنې  کې چې نن ماسپیښن   دکابل په ارګ کې شوې ، ټنیګار کړی ،  د انتخاباتی کمیشنونو  خپلواکۍ ته داحترام په سترګه ګوری  او  دغه اورګان له خوا د  افغانستان د ولسمشرۍ  دانتخاباتو د نتیجو له اعلانه مخکې  یو کاندید هم باید  د بریالیتوب ادعا ونه کړی .

 د افغانستان ولسمشر  همداراز ټینګار کړی ،د یوې تل پاتې او عزتمنې سولې ته د رسیدو  لپاره  عمومی اجماع شته  او د  سولې پروسه د دغه هیواد د  اوسنی او راتلونکی حکومت  یو کاری لومړیتوب دی .

ټاکل شوې  ده  د افغانستان د ولسمشرۍ   د ترسره شوو انتخاباتو  لومړنۍ نتیجې د  افغانستان د انتخاباتی کمیشنونو  له خوا تر څلورو ورځو پورې اعلان شی .