د افغانستان د انتخاباتو درست کمیشنونه خپلواکه دی
اشرف غنی په دغې کتنې کې چې نن ماسپیښن دکابل په ارګ کې شوې ، ټنیګار کړی ، د انتخاباتی کمیشنونو خپلواکۍ ته داحترام په سترګه ګوری او دغه اورګان له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نتیجو له اعلانه مخکې یو کاندید هم باید د بریالیتوب ادعا ونه کړی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غنی نن د امریکا د خارجه وزیرله مرستیالې الیس ویلز سره په کتنې کې د دوواړخیزو اړیکو ،وروستیو انتخاباتو او د سیمې دمهمو موضوعګانو په باب خبرې اترې کړی دی .
اشرف غنی په دغې کتنې کې چې نن ماسپیښن دکابل په ارګ کې شوې ، ټنیګار کړی ، د انتخاباتی کمیشنونو خپلواکۍ ته داحترام په سترګه ګوری او دغه اورګان له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نتیجو له اعلانه مخکې یو کاندید هم باید د بریالیتوب ادعا ونه کړی .
د افغانستان ولسمشر همداراز ټینګار کړی ،د یوې تل پاتې او عزتمنې سولې ته د رسیدو لپاره عمومی اجماع شته او د سولې پروسه د دغه هیواد د اوسنی او راتلونکی حکومت یو کاری لومړیتوب دی .
ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ د ترسره شوو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې د افغانستان د انتخاباتی کمیشنونو له خوا تر څلورو ورځو پورې اعلان شی .