افغانستان د سولې په خبرو کښې لاسوهنه نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85288-افغانستان_د_سولې_په_خبرو_کښې_لاسوهنه_نه_منی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان حکومت ټینګار وکړ چې په هیواد کښې د سولې خبرې اترې باید د حکومت تر مشرۍ او مالکیت لاندې وی نه دا چې د کوم خارجی هیواد تر مشرۍ او مالکیت لاندې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2019 01:33 Asia/Kabul
  • د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت چارواکي او طالبانو ډله هڅه کوي چې خپلې خبرې اترې له سره پیل کړي .
    د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت چارواکي او طالبانو ډله هڅه کوي چې خپلې خبرې اترې له سره پیل کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان حکومت ټینګار وکړ چې په هیواد کښې د سولې خبرې اترې باید د حکومت تر مشرۍ او مالکیت لاندې وی نه دا چې د کوم خارجی هیواد تر مشرۍ او مالکیت لاندې .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی پرون په کابل کښې رسنیو ته وویل حکومت له طالبانو سره د سولې دخبرو اترو پیلولو ته پاې بندی خو دغه خبرې اترې باید د کابل دحکومت تر مشرۍ او مالکیت لاندې وشی چې یوځل بیا دغه مذاکرات  بې نتیجې پاتې نشی .

صدیق صدیقی وویل چې د قطر خبرې پاې ته رسیدلی دی او هغه به نورې تعقیب نشی .

د افغانستان د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د امریکا د رسنیو د راپور پراساس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت چارواکی او طالبانو ډله هڅه کوی چې خپلې خبرې اترې له سره پیل کړی .

د امریکا او د افغانستان د طالبانو استازیو څه موده مخکې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې خبرې وکړې خو نتیجه یې خپره نشوه  ځکه چې د طالبانو اصلی غوښتنه له افغانستانه په کامل ډول دامریکا دعسکرو وتل دی چې د خبرو اترو د نهو (۹) بې نتیجې  پړاونو ترسره کیدل د دې ښودنه کوی چې د واشنګټن چارواکی له افغانستان څخه په کامل ډول د خپل هیواد دعسکرو ایستلو ته چمتو نه دی .