طالبانو د قطر د موافقه ليک په اجرا کېدو تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85301-طالبانو_د_قطر_د_موافقه_ليک_په_اجرا_کېدو_تاکيد_وکړ
د طالبانو د سياسي دفتر وياند وويل چې امريکه د قطر د موافقې په عملي کېدو کښې خنډونه رامنځته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2019 12:12 Asia/Kabul
  • طالبانو د قطر د موافقه ليک په اجرا کېدو تاکيد وکړ

د طالبانو د سياسي دفتر وياند وويل چې امريکه د قطر د موافقې په عملي کېدو کښې خنډونه رامنځته کوي.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې سهيل شاهين د نېټو د عمومي سېکتر د څرګندونو په ردعمل کښې وويل، په تېره بيا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له اوږدو خبرواترو نه پس د امريکې او طالبانو د موافقه ليک محتوا واضحه ده او امريکه پکار دي زر تر زره له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د نېټو عمومي سېکتر ينس سټولټنبرګ د دغه تنظيم په وروستۍ سرمشريزه غونډه کښې د موافقې د اجرا لپاره له طالب ډلې څخه د معتبر ضمانت اختېستلو غوښتنه کړې وه.

سهېل شاهين دې ته په اشارې سره چې په دغه موافقه ليک کښې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د پوره وتلو، د امريکې او د هغې د انډيوالانو په خلاف د افغانستان له خاورې نه استفادې او د تاوتريخوالي د کمېدو په شان مواردو بحث شوے دے،واضحه کړه هغه کسان چې د دغې موافقې غوښتونکي نه دي په افغانستان کښې د خبرو اترو او صحلې مخالف دي.

له دې مخکښې د طالب ډلې وياند ويلي وو چې د ټرمپ لخوا د خبرو اترو له لغو کېدو نه مخکښې د صلحې د موافقې په باره کښې خبرې اترې ختمې شوې وې د موافقه ليک د لاسليکېدو په صورت کښې به تر اوسه ډزبندي ټينګه شوې وې.