په افغانستان کښې په نمونځګزارو د ترهه ګريزې حملې غندنه دوام لري
(last modified Sat, 19 Oct 2019 09:23:54 GMT )
Oct 19, 2019 13:53 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې په نمونځګزارو د ترهه ګريزې حملې غندنه دوام لري

د افغانستان په ننګرهار کښې په يو جومات د ترهه ګريزې حملې د غندنې په دوام کښې د دغه هېواد د شيعه علماو شورا په نمونځګزارو دغه خونړۍ حمله يو بوږنونکے او نه معاف کېدونکے جنايت وبلۀ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د شيعه ديني علماو شورا نن په يوې بيانيه کښې د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودره سيمه کښې په يو جومات په ترهه ګريزې حملې او د بې ګناه نمونځګزارو په قتل عام کښې د ترهه ګرو د جنايتونو په غندلو سره د دغه هېواد له استخباراتي او امنيتي ادارو وغوښتل چې د دغه جنايت د عاملانو د پېژندلو او سزا کولو او د خلقو د امنيت لپاره دې لا زيات کوششونه  وکړي.

د افغانستان د شيعه علماو د شورا په بيانيه کښې راغلي دي، د دغو جنايتکارانوابدي ځاے دوزخ دے او هيڅ يو دين او مذهب د دغه جنايت اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د شيعه علماو شورا همدارنګ د دغې سترې غميزې د قربانيانو لپاره د الهي مغفرت او لوړو درجات دعا وکړه او له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

همدارنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني و اجرائي مشر عبدا... عبدا... هم په ننګرهار ولايت کښې د ترهه ګرو د تېرې ورځې دغه  جنايت وغندۀ. په دغه راکټي حمله کښې چې پرون د جُمعې په ورځ په نمونځګزارو اوشوه له شپېتۀ زيات نمونځګزاري شهيدان شوي او له سلو نه زيات نور ژوبل شوي دي. ويل کيږي چې دا حمله داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې لخوا شوې ده.

 

ټیګونه