د پاکستان او د افغانستان عسکرو نښته وکړه
Oct 22, 2019 11:56 Asia/Kabul
-
له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کښې د اسلام اباد لخوا د سرحدي دیوال جوړول د نښتو یو(۱) علت دی .
تسنیم خبری اژانس وایی د قندهار د پولیسو د ویاند مرستیال «عبدالبصیر خاکسار» په دغه ولایت کښې د افغانستان په څو سرحدی پوستو د پاکستان د عسکرو د برید خبر ورکړ .
هغه وویل له دغه برید وروسته د افغانستان سرحدی ځواکونه په «سپین بولدک» سیمه کښې د پاکستان له پوځیانو سره ونښتل .
دافغانستان امنیتی سرچینو وویل چې په دغو نښتو کښې د پاکستان اته (۸) پوځیان ووژل شول او یوشمیر نور هم ژوبل شول .
په تیرو څو میاشتو کښې د پاکستان او دافغانستان پوځیانو په سرحدی سیمو کښې په ځلونو له یوبل جنګونه کړی دی .
له افغانستان سره د پاکستان په سرحدی سیمو کښې د اسلام اباد لخوا د سرحدی دیوال جوړول د دغو نښتو یو(۱) علت دی .
ټیګونه