افغانستان د سولې د خبرو په دوام ټینګار وکړ
-
له طالبانو سره د امریکا د استازیو خبرواترو تراوسه نه دافغانستان دخلکو لپاره کومه نتیجه نه ده لرلي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند« صدیق صدیقی »د کابل دحکومت لخوا د سولې د خبرواترو د بهیر د مشرۍ پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو دریدا ته په اشارې سره وویل د افغانستان حکومت د سولې تحقق ته ژمن دی خو دغه هیواد هغه وخت په عزت سره پایداره سولې ته رسیږی چې حکومت دخبرو اترو مشرۍ وکړی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د سپتمبر میاشتې په نیمایی په قطر کښې د خبرو اترو د نهو(۹) پړاونو له ترسره کیدا وروسته له طالبانو سره خبرې اترې ودرولې .
له طالبانو سره د امریکا د استازیو خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه نتیجه نه ده لرلی بلکې سبب شوی چې په دغه هیواد کښې جنګ ، ترهګرې حملې او ناامنیانې نورې هم پسې زیاتې شی .