د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد کابل ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85507-د_امریکا_ځانګړی_استازی_خلیل_زاد_کابل_ته_رسیدلی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د خبرواترو د بهیر د بیا پیلولو لپاره د کابل له چارواکو سره د خبرو او سلامشورې لپاره دغه هیواد ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 09:10 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د امریکا خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه ګټه نه ده لرلي .
    له طالبانو سره د امریکا خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه ګټه نه ده لرلي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د خبرواترو د بهیر د بیا پیلولو لپاره د کابل له چارواکو سره د خبرو او سلامشورې لپاره دغه هیواد ته ورسید .

د افغانستان خبری سرچینو نن وویل دامریکا ځانګړی استازی زلمی استازی ټاکل شوی دی چې نن د ملی وحدت د حکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله او د خارجه وزارت له پخوانی سرپرست صلاح الدین ربانی  سره د دغه هیواد د وورستیو سیاسی بدلونونو په هکله خبرې وکړی .

ویل کیږی چې د امریکا پلاوی د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامدکرزی سره کتنه او خبرې کوی .

افغانستان ته د زلمی خلیل زاد دغه سفر په داسې حال کښې دی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په نیمایی کښې په قطر کښې له طالبانو سره د خبرواترو د نهو (۹) پړاونو له ترسره کولو وروسته دغه خبرې ودرولې .

له طالبانو سره د امریکا خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه ګټه نه ده لرلی بلکې په دغه هیواد کښې د جنګونو ،نښتو او دترهګرو بریدونو د زیاتیدا سبب شوی هم دی .