ننګرهار کښې څو طالبان او داعشیان وژل شوې دي
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې په دوه جلا پیښو کې نهه طالب او اوه تنه داعش وسله وال وژل شوې دي.
ه ننګرهاره زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغه ولایت د والي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي تیره شپه د ملی امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو د دی ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د شنډي توت په سیمه کې عملیات کړي چې پکي د دوه مهمو طالب مشرانو خیر ا... مشهور په دادا او ببرک مشهور په ببري په شمول نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دهغوی وسلې او مهمات له منځه وړل شوې دي.
په همدې حال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د صفر دوه قطعې رسنیو ته استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې طالب وسله والو د یو ښوونځي له ودانۍ پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې ټول ووژل شول په دغه خبرياڼه کې ویل شوی چې دغچ اخیستنی دا عملیات وروسته له هغی په سیمه کې تر سره شول چې طالب وسله والو دملی اردو پر یوه کاروان برید وکړ او دملی اردو یو سرتیري یې وواژه او یو پوځي ټامک یی ویجاړ کړخو په سیمه کښې عیني شاهدانو او د معارف ادارې ځایي کارکوونکو ویلی چې په دې عملیاتو کښې د څیړۍ د هلکانو لیسی ودانۍ چې دولس خونی یی درلودلې او دوه کاله وړاندې جوړه شوې وه.
په بشپړ ډول ویجاړه او یو ساتونکی یې وژل شوی دی .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي تیره شپه د اچین په ولسوالۍ کې هغه اوه تنه داعش وسله وال چې امنیتی ځواکونو ته یی له تسلیمیدو انکار کړی و په هوایی برید کې ووژل شو.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی بیا وایی چې په اچین کې د داعش خلاف پیل شوي عملیات په بری سره پای ته ورسیدل او دا ولسوالي په بشپړه توګه دداعش وسله والو له شتونه پاکه شوه.