په بلخ کې د قیصاری ترنیولو پوری به عملیات دوام ولری
قیصاری ددغه ولایت په ډیرو جنایتونو او ګڼ ګپیو کې لاس لری او وئیل کیږی ، چې ځینی سیاسی کړۍ هم ورسره ملګری دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د بلخ د پولیسو قوماندان د قیصاری نیول کېدو او تسلیمېدو پوری د پلټونکو عملیاتو د دوام خبر ورکړی اووئیلی ئې دی دغه عملیات له پرون نیمې شپې راهسې پیل شوی او دا مهال دوام لری .
د بلخ د پولیسو قوماندان اجمل فایز وئیلی دی ، ترڅو چی قیصاری پولیس او قانون ته ځان تسلیم نه کړی ، نو دغه عملیات به هماغه را ز دوام وکړی .
د هغه په وینا ، څو ورځو راهیسې، قیصاری په بلخ کې چور تالان ته دوام ورکمړی چی د بلخ اوسیدونکې له هغه څخه شکایت کوی چې قضائی محکمې هم د هغه د نیولو او د کور دپلټلو امر صادر کړی دی .
قیصاری ددغه ولایت په ډیرو جنایتونو او ګڼ ګپیو کې لاس لری او وئیل کیږی ، چې ځینی سیاسی کړۍ هم ورسره ملګری دی .