نظام الدین قیصاري ونیوی شو
Dec 16, 2019 02:02 Asia/Kabul
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت: نظام الدين قیصاري د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
د افغانستان ځانګړو حکومتي عسکرو له وړمې شپې څخه په مزار شريف ښار کې د فارياب پر پخواني قومندان ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نوموړی د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونیول شو.
د بلخ ولايت امنيه قومندان محمد اجمل فایض ویلي، نظام الدين قیصاري له خپلو ۱۵۰ وسله والو سره له حکومتي عسکرو سره په نښه بوخت و چې پرون له خپلو څو وسله والو سره ژوندی ونيول شو.
د اجمل فایض په وينا امنيتي ځواکونو وړمه شپه د قیصاري د نيولو لپاره عمليات روان کړي او په دغو عملياتو کې پوځي چورلکو هم برخه لرله.
ټیګونه