چین د پاکستان د ګوادرله لارې افغانستان ته لومړنۍ جوپه ولیږله
د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې چې له هغه ځایه به په لاریوکې دغه توکي د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي
د افغان رسندویو له راپور سره سم په پاکستان کې د چین سفارت خبر ورکړی چې د ګوادر بندر له لارې یې افغانستان ته د صادراتو لومړنۍ محموله رسېدلې ده.
د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې چې له هغه ځایه به په لاریوکې دغه توکي د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
افغان حکومت تراوسه د دغه خبر په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، ګوادر بندر په بلوچستان کې د پاکستان او چین په ګډه پانګونه جوړ شویدی چې چین په کې د افغانستان د شاملولو ډیره هڅه کوي .