چین د پاکستان د ګوادرله لارې افغانستان ته لومړنۍ جوپه ولیږله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87315-چین_د_پاکستان_د_ګوادرله_لارې_افغانستان_ته_لومړنۍ_جوپه_ولیږله
د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې چې له هغه ځایه به په لاریوکې دغه توکي د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2020 08:22 Asia/Kabul
  • چین د پاکستان د ګوادرله لارې افغانستان ته لومړنۍ جوپه ولیږله

د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې چې له هغه ځایه به په لاریوکې دغه توکي د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي

د افغان رسندویو له راپور سره سم په پاکستان کې د چین سفارت خبر ورکړی چې د ګوادر بندر له لارې یې افغانستان ته د صادراتو لومړنۍ محموله رسېدلې ده.

د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې چې له هغه ځایه به په لاریوکې دغه توکي د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

افغان حکومت تراوسه د دغه  خبر په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، ګوادر بندر په بلوچستان کې د پاکستان او چین په ګډه پانګونه جوړ شویدی چې چین په کې د افغانستان د شاملولو ډیره هڅه کوي .