ننګرهار کی لس تنه طالب وسله وال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87554-ننګرهار_کی_لس_تنه_طالب_وسله_وال_ووژل_شول
د افغانستان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کښې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2020 11:07 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی لس تنه طالب وسله وال ووژل شول

د افغانستان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کښې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وایی دهغه عملیاتو په دوام چې له تیر څه مهال راپدی خوا د دې ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر خلاف پیل شوي په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د طالبانواړوند سرې قطعې لس تنه وسله وال وژل شوي او دهغوې وسلی او مهمات له منځه وړل شوي او د ځینو وژل شویو طالبانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي.

د ننګرهار د والي ویاند وویل د عملیاتو پر مهال یو شکمن کس د یوه اندازه پاکستانی کلدارو او ریالونو سره نیول شوې دي او د ملکي وګړو او امنیتی ځواکونو دمرګ ژوبلی راپور نه دی ورکول شوی او ۱۷ لوی کلي د وسله والو له شتونه پاک او اوس مهال پکی د نویو امنیتی پوستو جوړولو چارې پیل شوی.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایتی چارواکي وایي د مخالفینو له شتونه د شیرزادو ولسوالی تر بشپړې پاکونې وروسته به دا عملیات څنګلورې حصارک غلجایی ولسوالۍ ته هم وغزیږي .دکابل جلال اباد دویم لین سرک هم دهمدی ولسوالیو تیریږي چې دنا امنیو له امله یی کارونه ټاکنی شویدی. دچارواکو پر وینا چې دامنیت د ټینګښت وروسته به دسرک او نورو بیا رغاونیزو پروژو چارې بیا پیل شي.