بغلان کښې د طالبانو په حمله کښې لس پوليس ووژل شول
بغلان کښې د طالبانو په حمله کښې لس پوليس ووژل شول
Jan 30, 2020 02:37 Asia/Kabul
د افغانستان د بغلان ولايت د پوليسو وياند د طالب ځواکونو په حمله کښې د لس پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د اېسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې احمد جاويد بشارت پرون وويل، د بغلان ولايت په خواجه الوان سيمه کښې د پوليسو په يوې پوستې د طالب ځواکونو په دغه حمله کښې همدارنګ يو شمېر افغان پوليس هم د طالب ډلې اونيول.
بشارت زياته کړه دغه نښته څو ساعته روانه وه چې پکښې طالب ډلې ته هم سرتاوانونه اورسېدل. خو هغه د طالب ډلې د سرتاوانونو شمېر ته څه اشاره ونه کړه.
خو طالب ډلې په يو ټوئيټ کښې په دغه حمله کښې د يو پوليس قوماندان په شمول د اولسو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړے
ټیګونه