ایران د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي
Feb 08, 2020 00:37 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان د کابل د حکومت او د دغه هیواد د ملت په مدیریت او ګډون سره د سولې د بهیر ملاتړ وکړ .
هغه پرون په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د یوڅلویښتمې (۴۱) کلیزې د لمانځلو په مراسمو کښې په دې خبرې سره چې په بیلابیلو په تیره بیا تجارتي او سوداګري ډګرونو کښې د افغانستان او د ایران اړیکې مخ په پراخیدا دي ډاګینه کړه د چابهار بندر د لومړي پړاو پرانیستل او د خواف او د هرات د اورګاډي د لارې جوړیدل د تجارت او د سوداګرۍ په ډګر کښې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا لپاره ښې بیلګې دي .
ټیګونه