د افغانستان ځواکونه امنیت تامینولای شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87794-د_افغانستان_ځواکونه_امنیت_تامینولای_شي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پرون له خپل هیواد څخه د امریکا په شمول د خارجي عسکرو احتمالي وتلو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د هیواد امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ په وړاندې د امنیت د تامینولو وس لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2020 01:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځواکونه امنیت تامینولای شي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پرون له خپل هیواد څخه د امریکا په شمول د خارجي عسکرو احتمالي وتلو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د هیواد امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ په وړاندې د امنیت د تامینولو وس لري .

هغه وویل د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د تیرو لسو (۱۰) کلونو په پرتله د پام وړ وده کړي ده او له هر ډول ګواښ سره مقابله کولای شي .

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل له افغانستان څخه د نیواکګرو عسکرو د وتلو په بڼه کښې د افغانستان خلک د امنیت د ټینګیدا په تړاو  باید هیڅ اندیښنه ونلري .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپلې کلنۍ وینا کښې له طالبانو ډلې سره د خبرواترو په دوام د ټینګار په ترڅ کښې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو لپاره د مهال ویش له ټاکلو پرته ادعا وکړه زما حکومت له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د بیرته ستنولو په کار بوخت دی .

د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادعا ته په غبرګون کښې ویلي وو د افغانستان د جنګ او د نیواکګرۍ د ختمولو لپاره خبرو ته نه بلکې عملي ګامونو ته ضرورت لري .