طالبان: امریکا دې نوره د سولې پروسه نه ځنډوي
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا باید د سولې په خبرو کې مسؤلیت په غاړه واخلي او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې هر ډول ځنډ به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته ونه کړي.
د افغان رسندیو له راپور سره سم د افغانستان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې واشنګټن باید د سولې لپاره جدي ګامونه پورته کړي او افغان حکومت باید د سولې مخه ونه نیسي.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا باید د سولې په خبرو کې مسؤلیت په غاړه واخلي او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې هر ډول ځنډ به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته ونه کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو پخوانی غړی سیداکبر آغا وايي چې امریکاد سولې په خبرو کې نوي شرایط وړاندې کړي دي.
خو بلخوا د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري وایي، طالبان باید د جګړې او تاوتریخوالي مخه ونیسي او په ریښتیني معنی د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
امریکا او طالبانو ترمینځ په قطر کې د خبرو اترو یولس پړاونه ترسره شوی دی خو دغو خبرو اترو تراوسه د افغان ولس لپاره کومه ګټه نده درلودلی .