طالبان: امریکا دې نوره د سولې پروسه نه ځنډوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87845-طالبان_امریکا_دې_نوره_د_سولې_پروسه_نه_ځنډوي
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا باید د سولې په خبرو کې مسؤلیت په غاړه واخلي او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې هر ډول ځنډ به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته ونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2020 02:09 Asia/Kabul
  • طالبان: امریکا دې نوره د سولې پروسه نه ځنډوي

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا باید د سولې په خبرو کې مسؤلیت په غاړه واخلي او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې هر ډول ځنډ به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته ونه کړي.

د افغان رسندیو له راپور سره سم د افغانستان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې واشنګټن باید د سولې لپاره جدي ګامونه پورته کړي او افغان حکومت باید د سولې مخه ونه نیسي.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا باید د سولې په خبرو کې مسؤلیت په غاړه واخلي او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې هر ډول ځنډ به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته ونه کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو پخوانی غړی سیداکبر آغا وايي چې امریکاد سولې په خبرو کې نوي شرایط وړاندې کړي دي.

خو بلخوا د  افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري وایي، طالبان باید د جګړې او تاوتریخوالي مخه ونیسي او په ریښتیني معنی د سولې  له پروسې سره یو ځای شي.

امریکا او طالبانو ترمینځ په قطر کې د خبرو اترو یولس پړاونه ترسره شوی دی خو دغو خبرو اترو تراوسه د افغان ولس لپاره کومه ګټه نده درلودلی .