په انتخاباتي تاؤتریخوالی کې دمینځګړیتوب لپاره د ولسی جرګې چمتووالی
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دګټونکي په توګه داشرف غني په معرفي کولو او د انتخاباتو په دغه پړاؤ کې د اشرف غني د سیال عبدا... عبدا... له خوا ئې په مخالفت پسې،دغه هیواد دسیاسی تاؤتریخوالو نوي مرحلې ته وارد شوی دی .
د افغانستان د ولسی جرګې مشر په دې باندې په ټينګار سره چې په دغه هیواد کې سیاسی تاؤتریخوالي باید د خبرواترو له لارې حل شي،د اشرف غني او عبدا..عبدا...ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
میررحمان وئيلي دي،په افغانستان کې انتخاباتي ترینګلتیاؤ ته په پام سره باید اجازت ورنه کړو څو ددغه هیواد سیاسی ثبات وګواښل شي .
هغه زیاته کړې،د انتخاباتو د بهیر او د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن له خوا د نتیجو داعلان له امله سیاسی تاؤتریخوالي د ولس د اندیښنې لامل شوي دي .
د افغانستان د ولسی جرګې د مشر په وینا، دانتخاباتو نهائي نتیجې نه دي توانیدلي دغه تاؤتریخوالی ختم کړي او په داسې شرائطو کې چې هره ورځ د سولې خبرواترو او دغه راز د بین الافغاني خبرواترو ته نزدې کیږو، نو دغه ډغرو او تاؤتریخوالو مونږ یووالي او یو موټي کیدا ته د افغانستان د رسیدو لپاره له ملي موخو لیرې کړي یوو .
ښاغلي رحماني له درستو اغیزشیندونکو ،ملی اورګانونو سیاسی ډلوټپلو او ملی شخصیتونو څخه غوښتي ،په افغانستان کې دې دسیاسی تاؤتریخوالو د حل لپاره هڅه وکړ ي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دګټونکي په توګه داشرف غني په معرفي کولو او د انتخاباتو په دغه پړاؤ کې د اشرف غني د سیال عبدا... عبدا... له خوا ئې په مخالفت پسې،دغه هیواد دسیاسی تاؤتریخوالو نوي مرحلې ته وارد شوی دی .
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په باب د اشرف غني او عبدا..عبدا....ترمینځ په تاؤتریخوالي کې دمینځګړیتوب د رول لپاره د افغانستان د ولسی جرګې د مشر چمتووالی ، ددغې شخړې په دوام په پارلیمان کې د ولس د استازو د اندیښنې او په بیلابیلو ملی او نړیوالو ډګرونو کې دهغو د ورانونکو اغیزو ښودنه کوي .
له طالبانو سره د افغانستان د حکومت په وړاندې هغو احتمالی خبرواترو ته په پام سره چې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره له دغې ډلې سره د واشنګټن او کابل له موافقې وروسته ئې د ترسره کیدا امکان زیات شوی دی ، دا اندیښنه شته چې د عبدا...عبدا.. او اشرف غني ترمینځ تاؤتریخوالی ، پر دغو احتمالی خبرو منفي اغیرې وشیندي .
د افغانستان دپارلیمان د استازو او دسیاسی ډلو ټپلو له نظره ، دغني او عبدا.... تریمنځ د انتخاباتي تاؤتریخوالو دوام ددغه هیواد دملی امنیت او ګټو په خلاف دی،چې په لومړي ګام کې به د سولې د بهیر لپاره یو جدي ګواښ شي .
که د اشرف غني او عبدا... ترمینځ شخړه دوام وکړي ،نو له طالبانو سره د مرکچي ټيم ترکیب ټاکل به ، له دغې ډلې سره د سولې د خبرواترو د پرمختګ په باب به دافغانستان په وړاندې دا یو ستر چینلج وي .
له بل پلوه،په افغانستان کې د یوۀ هراړخیز او متوازي حکومت پر جوړولو د عبدا.. ټينګار به چې ددغه هیواد د ځينو ولایتونو لپاره ئې د والیانو ټاکل هم پیل کړي ، په افغانستان کې د یو ډ ول دوه قطبي رامینځةکیدا، په بیلابیلو سیمو کې د اشرف غنی او عبدا...د پلویانو ترمینځ د نښتو د احتمال او همداراز ددغه هیواد دنړیوال مشروعیّت او رواوالي د کمزورتیا لامل شي .
په دغه شان شرائطوکې د افغانستان د ولسی جرګې مشر ددغو دواړو سیاستوالانو ترمینځ په تاؤتریخوالي کې د مینځګړیتوب لپاره دچمتووالي په اعلان سره هیله مند دی ، چې دغه اختلافات د دخبرواترو له لارې حل کړائ شي ..
په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ملی وحدت حکومت دجوړیدا ناکامې تجروبې ته په پام سره چې په دغه هیواد کې ئې سیاسی درز ته هم لمن وهلې ، ډيره لیرې ښکاري ، چې عبدا... د هغه مینځګړیتوب او خبرواترو په چوکاټ کې چې دافغانستاند مشرانو جرګې مشر مطرح کړي ، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو منلو او له خپل دریځه شاتګ ته حاضر شي .
عبدا...عبدا... چې اشرف غني پخپلو ژمنو د عمل په ډګر کې یو بې باؤره کس ګڼي ، په افغانستان :ې د ملی وحدت دحکومت د جوړیدا ناکامې تجروبې تکرارولو ته تیار نه دی . پر دې اساس لیرې ښکاري ، عبدا... د لوړپوړي حکومتي څوکۍ د ورکولو لپاره د اشرف غني د ژمنې له لارې له هغه سره په تاؤتریخوالي کې کوم داخلي یا بهرنی مینځګړیتوب ومني او همدا رویّه، په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالي د پیاوړتیا لامل کیدلی شي .