په غزني کې د طالبانو د حملې مخه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88251-په_غزني_کې_د_طالبانو_د_حملې_مخه_ونیول_شوه
دمګړۍ د غزنی ولایت د مقر ولسوالۍ په(لړمه)سیمې کې هم دافغان ځواکونو پر کاروان باندې طالبانو برید کړی، دې مهال جګړه روانه ده چې یوه کړۍ ماین د امنیتي ځواک له خوا کشف شوی او تر دې دمه پکې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2020 11:31 Asia/Kabul

دمګړۍ د غزنی ولایت د مقر ولسوالۍ په(لړمه)سیمې کې هم دافغان ځواکونو پر کاروان باندې طالبانو برید کړی، دې مهال جګړه روانه ده چې یوه کړۍ ماین د امنیتي ځواک له خوا کشف شوی او تر دې دمه پکې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي .

زمونږخبریالله غزني راپور راکړ د افغانستان د غزنی ولایت امنیتي چارواکو وئيلي دي ،پرون ناوخته د غزنی مرکز اړوند په (ګنج)سیمې کې یو طالب وسله وال چې غوښتل یې دپولیسو پر پلټونکي پُستې برید  کړي ،چې وئيل کیږي ،پولیسو له هدف ته له رسیدو مخکې پيژندل شوی او نیول شوی دی .

د غزنی امنیې قومندان محمد خالد وردګ تهران راډیوته وویل،دا کس د غزنی د واغظ ولسوالۍ دی،چې له یوشمیر وسلو سره یوځای  پولیسو  نیولی دی.

همداشان امنیه قومندان دتازه امنیتی حالت په اړه تهران راډیو ته وئيلي، دمګړۍ د غزنی ولایت د مقر ولسوالۍ په(لړمه)سیمې کې هم دافغان ځواکونو پر کاروان باندې طالبانو برید کړی،دې مهال جګړه روانه ده چې یوه  کړۍ ماین د امنیتي ځواک له خوا کشف شوی او تر دې دمه پکې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي  .

داپه داسې حال کې ده چې په غزنی کې دطالبانو له خوا پر افغان اکمالاتي قطار او د سیمه ایزو پولیسو پر پستې  پرون هم وسله وال برید  شوی ؤ.