طالبانو د حملو د بندولو حکم صادر کړ
Mar 01, 2020 02:10 Asia/Kabul
طالب ډلې پرون د قطر په دوحه کښې له امریکې سره د صلحې له موافقې وروسته په افغانستان کښې د خپلو بریدونو د بندولو حکم ورکړی دی.
طالبانو وویل چې له امریکې سره د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو مخکښې یې په افغانستان کښې د یوې ورځې لپاره د حملو د بشپړې بندونې حکم صادر کړی دی.
طالبانو هم داشان ویلي چې په افغانستان کښې خپل راتلونکي اقدامات به د دوحې له موافقې سره سم پرمخ بیايي.
د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد او د طالب ډلې سیاسي مرستیال ملا غني برادر پرون د قطر په پلازمینه دوحه کښې د مختلفو هیوادونود چارواکو او استازو په شتون سره په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره د صلحې موافقه لاسلیک کړه.
ټیګونه