د افغانستان حکومت او طالبانو د مذاکراتو د پیلولو هوکړه وکړه
خبري سرچینو د خبرواترو د پیلولو لپاره له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د موافقې خبر ورکړی دی.
فرانسې خبري آژانس پرون د قطر له دوحې څخه په افغانستان کښې د صلحې د موافقې په لړ کښې رپورټ ورکړی چې د طالب ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ مذاکرات به د ۲۰۲۰ کال د روانې مارچ میاشتې په لسمه نیټه پیل شي.
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په دې هکله وویل چې دغه ډله ټول لوري خبرواترو ته رابولي.
پرون په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دغه ډله به د لاسلیک شوې موافقې په چوکاټ کښې پرخپلو ټولو ژمنو عمل وکړي، وویل: د صلحې د عملي کیدو او په افغانستان کښې د سیاسي نظام د ماهیت د ټاکلو لپاره خبرواترو کښې به ټول سیاسي لوري شتون ولري.
د یادې موافقې له لاسلیک وروسته د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې د صلحې بهیر باید د افغانانو په لاس مدیریت او اجرايي شي.
دغه موافقه په داسې حالاتو کښې لاسلیک شوه چې د امریکې اقداماتو تراوسه نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره کومه صلحه نه ده لرلې بلکې تل یې په دغه هیواد کښې په خپلو جنایتکارانه اقداماتو سره افغانستان له بې ثباتۍ او ناامنۍ سره مخامخ کړی دی.