که د درغلۍ نتیجه ومنو د ډیموکراسۍ فاتحه لوستله کیږي
عبد الله عبد الله د خپلې لوړې په مراسمو کښې وویل چې د انتخاباتو د نتیجې د نه منلو په ژمنې پابند دی او د اعلان شوې نتیجې د منلو په بڼه کښې باید په افغانستان کښې د ډیموکراسۍ فاتحه ولوستی شي.
د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم مشر عبد الله عبد الله پرون د لوړې له مراسمو وروسته وویل: د صلحې لپاره هیڅ وارمخکښې شرط نه لرم او له طالبانو سره په مذاکراتو کښې به د جمهوري او اسلامي ارزښتونو دفاع وکړم.
ډاکټر عبد ا... څرګنده کړه: که د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کښې مې مصلحت ته غاړه نه وې ایښې نو افغانستان به په کړکیچ کښې ګیر شوی و خو دا ځل که د درغلۍ نتیجه ومنم نو په هیواد کښې د ولسواکۍ فاتحه لوستل کیږي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې جدي ښه والي ته ضرورت لري، وویل: نن سبا نړۍ او سیمه بدل حالت لري او اعتماد او باور جوړونې ته ضرورت دی.
عبد ا... عبد ا... دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به وکړي، زیاته کړه: نه دي پکار چې دا هیواد د نړیوال کړکیچ او د ترهګرو د فعالیت په مرکز بدل شي.
هغه هم داشان د جزئیاتو له وړاندې کولو پرته د خپل انتخاباتي ټیم د منشور د جوړولو خبر ورکړ چې ۱۳ برخې لري او د هغه په اساس به د خپل (ټول شموله) حکومت کار پیل کړي.