په افغانستان کې د ولسمشرۍ په سر ترینګلتیاوې او راتلونکی
د تاریخ په اوږدو کې کله چې په افغانستان کې ګوندي مشرانو ، قبایلو او غوره شخصیتونو وحدت او دنظر یووالی درلودلی ، نو پر بحرانونو ئې غلبه کړې ده او هرکله چې له اختلافاتو او درز سره مخ شوي ، نو ګټې ، امکانات او ډيرزیات کسان ئې له لاسه ورکړي دي .
دافغانستان د ولسمشر اشرف غنی له خوا ددغه هیواد د ملی وحدت حکومت داجرائي مشرۍ څوکس دلغوه کولو په اعلان پسې ، عبدا..عبدا... چې ځان د افغانستان ټاکل شوی ولسمشر ګڼي ، د اشرف غني دکار دوام ئې ناروا بللی دی .
عبدا... عبدا ... دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي ديد اشرف غني دکار دوام پاي ته رسیدلی او هیڅ قانوني رواوالی نه لري . هغه زیاته کړې ډیر زر به اجرائي مشر او دهغه مرستیالان معرفي کړي .
د اشرف غني د کار د مشروعیّت د نه درلودلو په باب د عبدا... څرګندونې په افغانستان کې د قدرت د جنګ یوه نوي برخه ده .
دغه څرګندونې ددې واقعیّت ښودنه کوي ، چې په افغانستان کې د مشرانو په سویه اوسنی بحران هماغه راز د لا پيچلتیا په لور ځي او د حل کیدو هیڅ نښه نښانه ئې هم نه ښکاري .
دا چې افغانستان په دغه شان حساس موقعیّت کې له یو لړ اختلافاتو سره لاس او ګریوان شوی ، دا ترینګلتیاوې نه د اوسني وخت ،او نه هم د دغه هیواد دراتلونکي لپاره کوم مثبت ځيری کیدلی شي .
په داسې حال کې چې امریکا او طالبانو دافغانستان د حکومت او سیاسی بهیرونو غوښتنې ته له پامه پرته د تش په نامه سولې موافقه لاسلیک کړې او اټکل کیږي ، افغانستان له دغې موافقې وروسته له نوو سرخوږیو سره مخامخ کیږي ، ددغه هیواد ټولنه له بل هر وخته زیات د دغه هیواد د مشرانو او سیاستوالانو وحدت او یووالي ته اړتیا لري .
داپه داسې حال کې د ه چې د افغانستان د زیاتره سیاستوالانو او غوره شخصیتونو په اند،اوسنی بحران او ترینګتلیاوې ، دامریکایانو دسپير سیاست نتیجه ده .
دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دافغانستان اوسنی اندیښمنونکی وضعیّت او افغانستان د ولس په وړاندې دامریکا درز رامینځةکونکي او سپک کړچار او سیاست نتیجه ده . ما، تل د امریکاپه چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد پشمول له امریکائي چارواکو سره په لیدوکاتو کې د ترسره شوو انتخاباتو په باب دامریکا د دروغجنیدا په باب خپلې اندیښنې بیان کړي دي .
له همدې امله ، په دغه شان فضا کې هغه څه چې د افغانستان مشرانو اوسیاستوالانو ته ورګرځي ، د ملی ګټو په نظر کې په نیولو او له هغو دسیسو سره دمقابلې لپاره د ګډو پلانونو په رابرسیره کولو کې ده چې ددغه هیواد دملی وحدت او ثبات ئې په نښه کړی دی .
د تاریخ په اوږدو کې کله چې په افغانستان کې ګوندي مشرانو ، قبایلو او غوره شخصیتونو وحدت او دنظر یووالی درلودلی ، نو پر بحرانونو ئې غلبه کړې ده او هرکله چې له اختلافاتو او درز سره مخ شوي ، نو ګټې ، امکانات او ډيرزیات کسان ئې له لاسه ورکړي دي .
د مثال په توګه ، افغانستان هاله د شوروي اتحاد او له دوي مخکې پر انګریز نیواکګرو له دې وروسته بریالي شوي ، چې کله ئې اتحاد او یووالی نندارې ته وړاندې کړی .
پر دې اساس ،باید ووئيل شي افغانستان په یوه سخت تاریخي موقعیّت کې ورغلی او له دغې مشکلې مرحلې تیریدا ددغه هیواد ددرستو خلکو په تیره بیا دمشرانو قربانۍ او سرښیندنې ته اړتیا لري .
افغان چارواکي ښه پوهیږي ، چې افغانستان د تاؤتریخوالي د رامینځة کیدا لپاره ډير موقعیّتونه او موقعې لري ، او د اوور هر لمبه ، که څه هم ډيره کمه وي ، د باردو انبار له کنټروله خارجولی شي .
پر دې ا ساس هغه څه چې په افغانستان کې ئې ډير سپارښتنه کوي ، دخبرواترو میز ته د اشرف غني او عبدا... عبدا.... بیرته ستنیدا د ه . افغانستان، له خنډونو دتیریدا او پر چیلنجونو د غلبې لپاره ډيرې لارې چارې لري .یوه لاره ئې دلوئې جرګې غونډه ده چې په ټاکونکو موقعو کې غوټه پرانیستونکي ده . اوس هم رامینځةشوي بحران ته په پام سره باید ووئیل شي ، ددې وخت رارسیدلی څو د افغانستان د ټولنې غوره شخصیتونه او جهادي مشران سره غونډ شي او له اوسنی بندونه د د خپل هیواد د ویستلو لپاره کومه مناسبه لاره چاره وړاندې کړي .